ټیکنالوژي
د پاکستان سمندري ځواکونو د نوي توغندي د ازمایښ خبر ورکړی
د پاکستان سمندري پوځ خبر ورکړی چې یو نوی بالسټیک توغندی یې په کامیابۍ ازمویلی دی.
د د سمندري ځواکونو په خبره، دغه توغندۍ په ۳۵۰ کیلومتره واټن کې خپله موخه په نښه کولای شي.
د پاکستان سمندریزو ځواکونو تیره ورځ رسنیو ته په یو خبرپاڼه کې اعلان وکړ: «دغه توغندی د نوي سیستم په استفادې سره خپل سرعت او جهت په هوا کې بدلولی شي.»
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري حپلو سمندري ځواکونو ته د دې پروژې مبارکي ورکړې.
ددغه توغندي ازموینه په په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا د خزانه دارۍ وزارت د لړم په میاشت کې د پاکستان، چین، مصر او د متحده اماراتو هغه ۲۴ شرکتونه په خپل تور نوملړ کې راوستل، چې د پاکستان او ایران د توغندیزونو پروګرامونو ملاتړي و.