خبرونهنړۍ

په متحده ایالاتو کې به نن د ولسمشرۍ عمومي ټاکنې ترسره شي

نن سې شنبه په متحده ایالاتو کې د ولمسمشرۍ عمومي ټاکنې ترسره کیږي چې له دوه مخکښو نوماندانو یو به یې د امریکا ولسمشر شي.

مېرمن هارث په فیلادلفیا او ښاغلي ټرمپ په میشیګان کې خپلې وروستۍ ویناوې وکړې او ټاکنیز کمپاینونه یې پای ته ورسول.

د استازو خونې د ۴۳۵ او د سنا ۳۳ څوکیو لپاره هم انتخابات کېږي.

د اټکل له مخې په امریکا کې څه باندې ۲۳۰ میلیون خلک د رایو ورکولو په شرایطو برابر دي، خو شاوخوا ۱۶۰ میلیون یې نومونه ثبت کړي چې رایې به ورکوي.

امریکا کې درې ډوله رایه ورکول کېږي.

د پوست له لارې،تر ټاکنو مخکې رایه ورکو  او د ټاکنو په ورځ رایه ورکول.

د شمېرو له مخې تر دې دمه څه باندې ۷۷ میلیون خلکو وار دمخه رایې ورکړي دي.

ځینې کارپوهان وايي د دې دواړو سیالانو ترمنځ به ټاکنیزه سیالي د ډېرو لږو رایو توپير لرونکې وي.

د چهارشنبې تر سهار پورې به معلوم شي چې د امریکا د ټاکنو ګټونکی به څوک وي.