خبرونهسیمهنړۍ

د پاکستانۍ کراچۍ ښار کې د وسله وال برید له امله دوه چینايي وګړي ټپيان شوي

د پاکستان په ستر سوداګريز ښار کراچۍ کې د يوې کارخانې ساتونکي پر چینايي کاریګرو ډزې کړي چې دوه چینايي وګړي يې ټپيان کړي دي.

دا پېښه نن د سه شنبه په ورځ رامنځته شوې او چارواکي وايي، بریدګر له وسله والو ډلو سره تړاو نه لري.

د کراچۍ د پوليسو ویاند سهیل چوکهیو رسنيو ته ويلي چې نن د سه شنبې په ورځ د رختونو (ټوکر) جوړولو په يوه فابریکه کې ساتونکي پر چینايي وګړو ډزې کړي او دوه چینايي کاریګر يې ټپیان کړي دي.

هغه زیاته کړه، بریدګر د پولیسو له لورې نيول شوی او لومړنۍ پلټنې څرګندوي چې هغه له وسله والو ډلو سره تړاو نه لري.

چین په پاکستان کې ډېر زيات کاریګر لري او تل يې د دغه هېواد له امنيتي مسوولینو خپلو وګړو ته د خوندي امنيت غوښتنه کړې ده.

تېره مياشت هم د کراچۍ هوايي ډګر څخه بهر په يو ځانمرګي برید کې دوه چینايي وګړي وژل شوي وو.