راپورونه وايي، د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له لوري د دغه هېواد د دفاع وزیر ر یواف ګالانت له دندې ګوښه کړی دی.
لومړي وزیر اعلان کړی چې د ګالانت پرځای يې د بهرنيو چارو اوسنی وزیر کاټز لوک د دفاع نوی وزیر ټاکلی دی.
نتنیاهو په يو بیان کې ويلي چې د جګړې پرمهال د دفاع وزیر باندې باور ډېر اړین دی او دی پر هغه بې باوره شوی ځکه يې ترې دغه منصب اخېستی او له دندې يې ګوښه کړی دی.
بلخوا زرګونه اسرائیلیانو په تل ابیب کې د دفاع وزیر د ګوښه کېدو په غبرګون لاریونونه کړي او د نتنیاهو دا پرېکړه يې غندلې ده.