د طالبانو حکومت د امریکا د متحده ایالتونو په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بریالیتوب په اړه په یوه اعلامیه کې هیله څرګنده کړې چې له متحده ایالتونه ورسره اړیکې ښې کړي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ويلي چې بهرنیو چارو وزارت د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د امریکا متحده ایالتونو د ټاکنو د پايلو له راڅرگندېدلو سره هیله لري، چې د امريکا راتلونکې اداره واقعبینانه گامونه پورته کړي او دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختگ رامنځ ته شي او دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.
د طالبانو په دغه اعلامیه کې راغلي چې دوی د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د دوحې هوکړه د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شوه له هغې وروسته دوی واک ته ورسېدل.
طالبانو دغه راز له ټرمپ هیله کړې چې سيمه او نړۍ کې روانې جگړې، په ځانگړې توگه، غزه او لبنان کې د روان ظلم او تېري پای ته رسولو کې به رغنده رول ولوبوي.