ملګري ملتونه وايي، سره له دې چې طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو او نورو نشه یي توکو په کښت کلک بندیز لګولی خو په دغه هېواد کې د کوکنارو د کښت کچه په ۲۰۲۴ کال کې لوړه وه.
د دغه سازمان له نشه یي توکو سره د مبارزې ادارې په یو تازه راپور کې ويلي چې نږدې شل سلنه د کوکنارو کښت ډېر شوی دی.
د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د طالبانو رهبرۍ د کوکنارو په کښت بندیز وضع کړ، همدغه کال او ۲۰۲۳ کې د کوکنارو کښت ډېر را کم شوی و خو د ۲۰۲۴ کال ارقام ښايي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه لوړه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو سره د مبارې ادارې په خپل وروستي راپور کې ويلي چې په افغانستان کې پر ۱۲زره او ۸۰۰ هکټاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه لوړوالی ښايي.
دغه سازمان دا هم ویلي چې د طالبانو په حکومت کې پر کوکنارو تر بندیز وروسته د کوکنارو د کښت مرکز له جنوبي ولایتونو څخه د شمال شرق ولایتونو ته تللی دی.