د اسرایلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرپ په بریالي کیدو له نوموړي سره په ټلیفوني خبرو کې ایران د سیمې له پاره ګواښوونکی هیواد بللی.
د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر په یو خبر پاڼه کې چې له رسنیو سره شریک شوی راغلي، چې پرون ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په ټأکنو کې د ډیموکرات ګوند نوماندې کامالا هریس ته له ماتې ورکولو ورسته، ښاغلي نتنیاهو له ټرمپ سره په ټیلفون خبرې وکړې او دواړو موافقه وکړه چې د اسراییل د امنیت لپاره به په ګډه کار کوي.
په دې خبر پاڼه کې راغلي دي چې دوی د ایران د ګواښ په اړه هم غږېدلي دي.
دا خبرې داسې مهال شوي چې اسرایلو د سیمې په هیوادنو، غزه او لبنان کې بریدونو ته زور ورکړی او په ورستیو کې یې په ایران هم هوایي بریدونه وکړل.