افغانستانخبرونه

د طالبانو رهبر د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو او استخباراتو لوی رییس څخه د وسلو د جواز صلاحیت واخېست

راپورونه وايي، د طالبانو رهبر ملا هیبت الله اخوندزاده د خپل حکومت د کورنیو چارو او دفاع وزیرانو او د استخباراتو لوی رییس څخه د وسلو ګرځولو د جواز ورکولو صلاحیت واخېست.

سرچینې وايي، د طالبانو رهبر په همدې تړاو یو فرمان صادر کړی او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او د استخباراتو لوی رییس عبدالحق وثیق د شخصي وسلو ګرځولو د جواز ورکړې څخه بې صلاحیته کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو سره خبرو کې دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې دغه چاره د امنيت د ټینګښت او وسلو څخه د سمې ګټې اخېستو په موخه شوې ده.