د بريټانیا حکومت اعلان کړی چې شاوخوا ۲۰۰ افغانان او د هغوی د کورنۍ غړي چې دوی سره یې په افغانستان کې همکاري کړې لندن ته اېږدوي.
د بي بي سي نړیوال سرویس په یو راپور کې ويلي چې دغه کسان په نږدې ورځو کې برتانیا ته لېږدوي او د بکېنګهام په کمپ کې به ځای پرځای شي.
د برتانیا د دفاع وزارت وايي دغو کسانو له دوی سره په افغغانستان کې همکاري کړې ده.
د دفاع وزارت وايي دا کورنۍ به د ډیسمبر په لومړیو کې لندن ته ځي خو په بکېنګهام کمپ کې به یې مېشته کېدنه لننډمهالې وي چې بیا به دایمي. کورونو ته ولېږدول شئ.