په کویټه کې نن له غرمې مخکې د ځانمرګي بريد له امله د ۱۴ نظامیانو په ګډون پنځه ویشت کسان وژل شوي او نږدې پنځوس تنه ټپیان دي.
د کویټې پولیسو تن مشر محمد بلوچ فرانس پریس خبرې اژانس سره په خبرو کې تاید کړې چې په دغه چاودنه کې ۱۴ پاکستاني نظامیان وژل شوي دي.
دغه چاودنه د ریل ګاډي په تمځای کې شوې چې لومړنۍ مالومات ښيي چې ځانمرګی برید به وو.
د کویټې ځايي روغتون رسنیو ته په دغه برید کې د ۵۰ تنو ټپي کېدل منلي دي.
ددغه برید مسوولیت بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ پرغاړه واخیسته.