د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کاریږي او هغه ترهګرې ډلې چې په دې هیواد کې بریدونه کوي مرکزونه یې په افغانستان کې دي.
خواجه اصف له رسنیو سره په خبرو کې هندوستان تورن کړ چې د بلوچ بیلتون پاله ډلې او ټي ټي پي مالي ملاتړ کوي او له افغانستان نه په پاکستان کې خپل بریدونه پلانوي.
نوموړي ده څرګندونې د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې د ریل ګاډي په تمځای کې د پرونۍ چاودنې ورسته کړي.
په دغه چاودنه کې د ۱۹ پاکستاني پوځيانو په ګډون ۲۶ تنه وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نور یې تپیان دي.
د نوموړي ددغه څرګندونو په اړه تر اوسه طالبانو او د هندوستان چارواکو کوم غبرګون ندی ښودلی.