افغانستانخبرونهسیمه

ترکيې ۳۲۵ تنه نور افغانان هم کابل ته ستانه کړل.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي له ترکیې څخه ۳۲۵ افغان کډوال راویستل شوي او افغانستان ته لېږدول شوي دي.

یاد وزارت وایي، دغو خلکو ترکیې کې د اوسېدلو قانوني اسناد نه لرل او د عقرب پر ۱۸مه او ۱۹مه نېټه له هغه هیواد څخه ویستل شوي او په الوتکو کې افغانستان ته رسېدلي دي.

.ترکیې، ایران او پاکستان تر دې وړاندې هم د ګڼو افغان کډوالو د ویستلو اقدامات ترسره کړي دي