د ننګرهار ولایت مقام په دفتر کې د یوې غونډې پر مهال خبریالانو ته اجازه نه ده ورکول شوې چې د غونډې فلم او نځورونه واخلي.
په غونډه کې خبریالانو ته ویل شوي چې د ژوندویو موجوداتو پر ځای د ولایت د ودانۍ فلم او انځورونه واخلي او په رسنیو کې یې خپاره کړي.
طالبانو تر دې وړاندې په ځینو نورو ولایتونو کې هم خبریالان له فلم او انځور اخیستلو منع کړي وو او لامل یې دا ښودلی چې له دین څخه د دوی د تعبیر پر اساس د ساه لرونکو موجوداتو انځور او فلم اخیستل جواز نه لري.
پر دې سربېره طالبانو پر رسنیو د محدودیتونو په لړ کې یو بل لارښود شریک کړی چې په کې له رسنیو غوښتنه شوې ښځه او نارینه به یو ځای د ټلویزیون په ښیښه نه راځي او یوازې هغه ډول جامې به اغوندي چې دوی يې ورته لارښوونه کوي.