د عراق پارلمان ته په یوه وړاندې شوې لایحه کې غوښتنه شوې چې د نجونو د واده قانوني عمر دې له ۱۸ څخه ۹ کلنۍ ته را ښکته شي.
د ټلګراف رسنۍ د راپور له مخې په دې لایحه کې همدارنګه له ښځو څخه د طلاق غوښتلو، د مېړه لخوا له طلاق وروسته د ماشوم ساتلو او وراثت حقونه اخیستل شوي دي.
د عراق پارلمان چې د شیعه محافظه کارو حزبونو د ایتلاف تر واک لاندې دی، هڅه کوي چې تعدیل ته په رایې ورکولو د عراق د «احوال شخصیه» قانون لغوه کړي.
یاد پارلماني ایتلاف وایي دا اقدام د اسلامي قوانینو له تفسیر سره سم دی او هدف یې دا دی چې ځوانې نجونې له «غیراخلاقي اړیکو» خوندي شي.
د عراق شیعه ګوندونو په ۲۰۱۴ او بیا په ۲۰۱۷ کلونو کې هم د دې لایحې وړاندې کولو هڅه کړې وه، خو هغه وخت د عراقي مېرمنو له توند غبرګون سره مخ شوي وو.
د چارو ځينو پوهانو رسنیو ته ویلي چې اوس یاد ګوندنونه په پارلمان کې اکثریت څوکۍ لري او د دې لایحې تصویب تر پخوا ډېر نږدې شوی دی.