د کرزي او عبدالله وروستۍ لیدنې ته د خلکو غبرګونونه!
د تېر جمهوري نظام دوو مخکښو څېرو حامد کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله پرون یو ځل بیا سره لیدلي دي.
که څه هم د دغې لیدنې نور جزیات نه دي خپاره شوي خو د ډاکټر عبدالله په فیسبوک پاڼه لنډ لیکل شوي چې ډاکټر عبدالله له حامد کرزي سره لیدلي دي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د تېر نظام د ملي روغې جوړې شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله چې د اشرف غني د حکومت شریک و، د ۲۰۲۱ کال د اکسټ په ۱۵مه دواړه هغه اشخاص و چې د له هېواد څخه د ولسمشر د وتلو، جمهوریت د ړنګېدو او پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ اعلان یې وکړ.
خو ښکاري داسې چې دغه دواړه اشخاص د طالبانو له لوري نظر بند شوي او حتی بهر ته د درملنې او بلې شخصي چارې لپاره هم د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
د وروستۍ لیدنې په اړه غبرګونونه
د ډاکټر عبدالله او کرزي د پرونۍ لیدنې د لنډ خبر په اړه په ۱۲ ساعتونو کې ۱۷سوه کسانو تبصرې کړي، ۱۶ کسانو شییر (له خپلو فیسبوک پاڼو نشر کړي) او ۴زره او ۷۰۰ کسانو لایک یا خوښ کړی دی.
په افغانستان کې د داسې مهمو اشخاصو د لیدنې د خبر دومره کمرنګ لایک او کمنټ د دوی د ارزښت د کموالي معنی ورکوي چې تر ډېره په تبصرو کې هم دغه خبره جوته شوې ده.
د خبر لایک کوونکي
د ډاکټر عبدالله او کرزي خبر ۴زره او ۷۰۰ کسانو لایک یا خوښ کړی دی.
په دغو کسانو کې ۳۳۰۰ کسانو شین یا عادي لایک ورکړی، زر کسانو د خندا لایک ورکړی او پاتې نور یې هم د فیسبوک د افشنونونو نورې برخې دي.
د خبر او ناستې په اړه تبصرې
د ډاکټر عبدالله عبدالله پر فیسبوک پاڼه د ده او حامد کرزي د لیدنې په تړاو ۱۷سوه تبصرې شوي چې اکثریت یې منفي او دا لیدنې یې بې ارزښته بللې دي.
تبصره کوونکو په خپلو لنډو تبصرو کې پر دغو دواړو سیاسي څېرو او په ځانګړي توګه ډاکټر عبدالله ملنډې هم وهلي دي.
د نورالله ښاد په نوم یو هېوادوال لیکلي: “ستاسې بېځايه تمو موږ غرق کړو. که مو د واک پر ځای وطن غوښتی وی نو نۀ به ستاسې دا حالت و چې يو بل سره عکسونه واخلئ او نۀ به موږ دا وړ وږي او بېوطنه شوي وی.”
دغه راز د خاطر خان په نوم یو بل شخص لیکلي: “هغه ټوله ورځ به مو چې جنګ وا
چې هغه وخت دسې کرار سره ناست وای اوس به مو د طالبانو نه څه غوښتل
خو تاسو به نه سره جوړېدی ستي نو د دوی هم حوصله درته ختمه شوه او کرار یې په کور کېنوئ، اوس به مو ښه دمه جوړه شوې وي.”
تبصرې په دري او پښتو ژبو شوي او ډېرو یې د داکټر عبدالله د جامو د ډول او سټایل په اړه هم کمنټونه یا تبصرې کړي دي.