خبرونهنړۍ

په غزه، لبنان او سوریه کې د اسرایلو په تازه بریدونو کې ۵۴ کسان وژل شوي

د اسرایلي هوایي ځواکونو پرون په تازه بریدونو کې په غزه او لبنان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۸ کسان وژل شوي دي.

د رسنیو د راپورنو له مخې په غزه کې د اووه ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان د اسرایلو په هوایي بریدونو کې وژل شوي او همدا زار په لبنان کې د ۹ میرمنو په ګډون ۱۷ کسان وژل شوي دي.

راپورونه وایي چې اسرایلو د سوریې په دمشق کې هم هوایي بریدونه کړي چې اووه کسان پکې وژل شوي دي.