د کتلین کولمن کورنۍ چې طالبان یرغمل کړي وو او پنځه کلونه یې د طالبانو په بند کې تیر کړي، د حقاني شبکې او طالبانو پر ضد په یوه امریکايي محکمه کې دعوه کړې ده.
د موټلي رایس حقوقي شرکت د خبرپاڼې له مخې، د ښاغلي کولمن کورنۍ د پنسلوانیا په یوه سیمه ییزه محکمه کې د شکایت په ثبتولو سره غواړي چې طالبان او حقاني شبکه د «بهرنیو تروریستي سازمانونو» په توګه چې د پنځو کلونو په اوږدو کې یې د یرغمل شوې کورنۍ نه جبرانېدونکي او نه هېرېدونکي کړاو لامل شوې ده، مسٶل وپېژندل شي.
کولمن او خاوند یې چې وروسته سره جلا شوي، په ۲۰۱۲ کال کې د طالبانو له خوا تښتول شوي وو. هغه د زندان پر مهال د اوو میاشتو میندواره وه.
دا کورنۍ د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر کې په یوه سرحدي سیمه کې له یوې نښتې وروسته د پاکستاني ځواکونو له خوا د طالبانو له منګولو وژغورل شوه.
مېرمن کولمن په زندان کې درې ماشومان زېږولي وو.
په شکایت کې راغلي چې د کولمن کورنۍ د پنځه کلن بند په موده کې له سختو فزیکي، رواني او ټولنیزو فشارونو سره مخ وه او د انزوا سربیره پرله پسې توګه ځورول شوي او ډارول شوي دي. په دغه اعلامیه کې راغلي: “حقاني شبکې او طالبانو دغه کورنۍ د امريکا په ګډون پر نورو هېوادونو د فشار راوړلو لپاره د يوې وسيلې په توګه کارولې.”