خبرونهنړۍ

د اسلامي هیوادنو مشران: د اسرایلو له لورې دې په لبنان او غزه کې بریدونه ودرول شي او د غزې خلکو ته دې تاوان ورکړل شي

د اسلامي هېوادونو مشرانو په سعودي کې ددغه هیواد په کوربتوب د سرایلو له لورې په غزې او لبنان کې د بریدونو په اړه بیړنۍ ناسته کړې او دا بریدونه یې په کلکه غندلي دي.

دغه ناسته چې اسلامي هیوادنو مشرانو پکې ګډون کړی وو په یوه اعلامیه کې د لبنان او غزې د جګړو د دریدو غوښتنه وکړه، او دغو نښتو ته په اشارې سره یې خبرداری ورکړ، چې ښایي دغه جګړې ټولې سیمې ته پراخې شي.

په اعلامیه کې راغلي چې فلسطین کې د اسراییل د یرغل د پایته رسېدو او دغه راز د غزې خلکو ته دې غرامت ورکړل شي.

دوی دغه راز د سوریې، عراق او ایران د حاکمیت نقض ته اشاره وکړه او د سیمې نورو برخو ته د جګړو د پراخېدو خبرداری یې ورکړ.