د پاکستان د ګلګت بلتستان په چکوال سیمه کې د واده د ورا یو موټر سیند ته غورځېدلی چې له امله یې ۱۴ کسان مړه شوي او ناوې ټپي ده.
راپورونه وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د ورا موټرې په چکوال سیمه کې د یو سند غاړه کې روانې وې چې له ګړندي تګ له امله یو موټر سیند ته غورځېدلی دی.
مسافر وړونکي موټر کې ۲۵ کسان سپاره و، ناوې ټپي حالت کې را ویستل شوې او نور کسان هم ژوندي ویستل شوي دي.