افغانستانخبرونه

طالبانو په ننګرهار کې د سا کښو شیانو انځور اخېستل بند کړل

د طالبانو د حکومت د ننګرهار ولایتي ادارې په یو تازه اقدام کې د ذیروح (ساه کښو) شیانو د انځور پر اخېستو بندیز ولګول شو.

یوې سرچینې کابل ټیلیګراف ته وويل چې پرون د ننګرهار د مرستیال والي عزیز الله مصطفی په مشرۍ د نظامي او ملکي ادارو غونډه شوې او پرېکړه شوې چې نور به د دولتي ادارو مسوولین نه د خپلو غونډو او پروګرامونو تصویرونه اخلي او نه به هم خبریالانو سره تصویریري مرکې کوي.

ننګرهار کې یو شمېر خبریالانو هم کابل ټلیګراف ته تایید کړه چې دغه پرېکړه تېره ورځ له دوی سره په یاد ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور ریاست له لورې شریکه شوې.

درې اونۍ وړاندې د طالبانو د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د غونډو پرمهال د تصوير اخېستو ته اجازه نه وه ورکړې او نه يې غونډو ته هغه خبریالان ورپریښي وو چې له تلویزيوني رسنيو سره کار کوي.

د دواړو ولايتونو لپاره د طالبانو د مطبوعاتو رياستونو د دغو غونډو راپورونه د یادو ولایتونو د ولایت مقام د ودانۍ له انځورونو سره خپاره کړي وو.

په دغو ولايتونو کې د تلویزيوني رسنيو خبریالانو هم کابل ټليګراب ته منلې وه چې دوی ته اجازه نه وه ورکړل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د طالبانو لوی اکثریت مشران ځانګړي‌ انځور اخستونکي‌لري او وخت ناوخت یې له فعلیتونو انځورونه اخلي او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپروي.