افغانستانخبرونه

طالبان د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو لپاره نوې ټيټې بیې ټاکي

‏د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د انټرنېټي او مخابراتي خدماتو ارزونه یې کړې او ډېر ژر به نوي ټيټ نرخونه وټاکل شي.

د یاد وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، تېرو ۳ کلونو کې توانېدلي د ولس د غوښتنو په اساس سیمکارټونه مدیریت او قانوني بڼې ته یې ؤاړوي، نرخونو لپاره مشخص سقف ؤټاکي او لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي شرکتونو په توسط ۸۰۰ مخابراتي سایټونه جوړ کړي.

د یادې ادارې په وینا، تر ۱۰۰۰ پورې له کاره لویدلي مخابراتي سایټونه دوباره ترمیم شوي او د ټي ډی اېف له بودیجې ۵۳۰ مخابراتي سایټونه چې لرو پرتو او له مخابراتي آسانتیاو بې برخو سیمو لپاره پلان شوي وو اوس پرې عملا کار روان دی.
‏د مخابراتو وزارت وايي، د مخابراتي شرکتونو د کیفیت د ښه والي په موخه د هېواد په مخابراتي مارکېټ کې لومړي ځل لپاره د فریکونسۍ بریالۍ مزایده ترسره شؤه چې ۳ مختلفو بانډونو کې ۴۸ مګا هرتز فریکونسي د ۹۸ میلیونه ډالرو په ارزښت مخابراتي شرکتونو ته په اجاره ورکړل شؤه او له مخې به یې مخابراتي شرکتونه هېواد کې مخابراتي کیفیت لوړ او 4G خدمتونه به وړاندې کؤي.
‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یو ځل بیا د مخابراتي شرکتونو ارزونه ترسره کړې چې له مخې به یې یو ځل بیا نوی سقف ټاکل کېږي انټرنټي او مکالماتي بیې به ټیټږي جې دا چاره به ډېر ژر اعلان شي.