په کراچۍ ښار کې د طالبانو قونسلګري وایي چې د سند له زندانونو یې د افغانانو د خوشې کولو هڅې ګړندۍ کړي او تر اوسه یې په زرګونو افغانان له بنده خوشې کړي او افغانستان ته استول شوي دي.
په کراچۍ کې د طالبانو قونسل سید عبدالجبار تخاري په خپله ایکس پاڼه په یو ویډيو پیغام کې وایي: د قونسلګرۍ د هڅو په ترڅ کې تیره ورځ هم د یوې ښځې او اوو ماشومانو په ګډون یوولس افغان کډوال ددغه ایالت له یو زندان څخه خوشې شوي او د چمن – سپین بولدک له لارې افغانستان ته انتقال شوي دي.
هغه ویلي: ” ددې دمخه هم د ښځو او ماشومانو په ګډون څلورو زره او ۲۵۸ تنه بندیان د سیند د ایالت له مختلفو زندانونو څخه خوشې شوي او وطن ته انتقال شوي دي”.
د طالبانو ددغه چارواکي د معلوماتو له مخې اوس هم د سیند د ایالت په زندانونو کې له ۳۵ څخه زیات افغان کډوال بندیان دي چې د خوشې کیدو هڅې یې روانې دي.