سينما

ټایلر سویفټ د يوه خيريه بنسټ لپاره په کاناډا کې د ۵۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت کانسرټ ورکوي.

افغان خبريال صادق ترابزی

د کاناډا په ټورنټو کې د یوې امریکایي مشهورې سندرغاړې (ټایلر سویفټ)کنسرت دی، درې ورځې دې اوونۍ کې او درې ورځې بله اوونۍ کې، ټوله ټورنټو یې مصروفه کړې.

د مالوماتو له مخې د دې کنسرت ۲۸۰ میلیونه ډالر ګټه دولت ته ځي او د شپږ پروګرامونو د عوایدو اټکل یې ۵۰۰ میلیونه ډالر یا تر دې زیات شوی دی.

د کاناډا یو اوسیدونکي خو راته وویل چې د یوه پروګرام یانې ددې کنسرت د یوې ورځې عواید یې ۱۶۰ میلیونه ډالر دي.

ددې کنسرت پیسې به ټایلر سویفټ یو خیریه بنسټ ته ورکړي چې د ماشومانو برخه کې کار کوي.

له استرالیا، امریکا او ځینو نورو هیوادونو ورته خلک راغلي دي چې د یو ټکټ بیه یې تر ۷۰۰۰ کاناډایي ډالرو رسیدلې ده.