د کاناډا حکومت ویلي چې نوولس افغان کډوال چې د مهاجرت غوښتنې یې رد شوې وې بیرته افغانستان ته لیږلي دي.
د کاناډا د سرحدي خدماتو اداره رسنیو ته ویلي چې ستانه شوي افغان مهاجر کوم امنیتي دلیل نه درلود او په خپله خوښه ستانه شوي دي.
دغي ادارې د ستنو شویو افغان مهاجر هویت ندی په ډاګه کړی.
د کډوالو چارو پوهان وايي چې دغه ستنول د ۱۹۹۴ کال د پرېکړې خلاف دي چې د افغانانو لپاره په پام کې نیول شوې ده.
د کډوالو د نه ستنیدو لنډمهاله پرېکړه په بحراني حالتونو کې خپلو هېوادونو ته د کډوالو جبري ایستل ودروي چې پکې بشري ناروین او جګړه روانه وي.
دغه حکم کډوالو ته اجازه ورکوي چې په کوربه هېواد کې تر هغه وخته پاتې شي چې په خپلو هېوادونو کې یې وضعیت ښه شي.