خبرونهنړۍ

فایننشل ټایمز: ډونالډ ټرمپ په ایران فشار راولي چې د خبرو میز ته یې کینوي

فایننشل ټایمز پرون خبر خپور کړو چې د متحده ایالاتو د ټاکنو بریالی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې هڅه کې دی چې ایران د فشارونو له مخې د خبرو میز ته راولي.

دغه ورځپاڼې د خپلو سرچینو له لورې لیکلي چې ولسمشر ټرمپ د دغو فشارونو موخه دا ده، چې ایران د اټومي وسلو له تولید او په سیمه کې د نیابتي ډلو له ملاتړه راوګرځوي.

سرچینو فایننشل ټایمز ته دا هم ویلي، چې د واک له لېږد وروسته به ټرمپ پر ایران بندیزونه لا پسې زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي و، چې غواړي له ایران سره یوې هوکړې ته ورسېږي.