د پاکستان د بلوچستان ایالت په قلات ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ په يو مرکز وسله وال برید شوی چې د نښتې پرمهال ۷ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
د بلوچ بېلتون غوښتونکو وسله والې ډلې د دغه برید مسولیت پرغاړه اخېستی دی.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر د يوې اعلامیې په خپرولو منلې چې د قلات ولسوالۍ اړوند په شاه مردان سیمه کې د پوځ په يوه پوسته باندې وسله وال برید شوی دی.
د پوځ اعلاميه وايې چې په دغه نښته کې ۷ پاکستاني پوځيان وژل شوي، ۱۳ نور ټپيان دي او دغه راز په مقابلو ډزو کې هم ۶ وسله وال وژل شوي دي.
د بلوڅ بېلتون غوښتنونکو وسله وال غورځنګ د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی او رسنيو ته يې ويلي چې ډېر ژر به د دغه برید جزیات او وډيو له رسنيو سره شریکه کړي.