افغانستانخبرونه

تېر کال له ایران او پاکستان څه باندې دوه ميليون افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ يا يونیسیار په يو راپور کې ويلي چې تېر يوه کال کې له ایران او پاکستان څخه دوه ميليونه او دوه سوه زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي چې اکثریت هغه يې له دغو هېوادونو په زور شړل شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳کال د ډېسمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۴کال د ډېسمبر تر ۱۵مې دغه کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د راپور پر بنسټ د دغو راستنو شويو کډوالو اکثریت کورني يې په سرحدي ولايتونو کې مېشته شوي او د راستنو شويو کډوالو ۶۹ سلنه يې له دغو هېوادونو په زوره شړل شوي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان (ای.او.ام) په يو راپور کې ويلي چې افغانستان ته د افغانانو د راتګ په پرتله له افغانستان څخه د افغانانو د وتلو کچه لوړه ده. د دوی ارقام ښکاره کوي چې له سرحدي لارو د افغانانو د وتلو ۵۸ سلنه يې بهر ته تلونکي کسان دي.