د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون خپلو ځواکونو ته خبرداری ورکړی چې د جګړې له پاره خپلې وړتیاوې زیاتې کړي او چمتو اووسي.
د رسنیو د راپورون وله مخې، کیم جونګ اون د دغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره په کتنه کې ویلي چې امریکا او متحدان یې د کړکیچ د زیاتیدو هڅې کوي چې دوی باید چمتو اوسي.
جګړې ته د چمتووالي لپاره د هغه امر روسیې ته د شمالي کوریا د زرګونو سرتیرو له استولو او د پیونګ یانګ او مسکو ترمنځ د هراړخیز همکارۍ تړون له تصویب وروسته راځي.
شمالي کوریا له روسیې سره په جون میاشت کې د هر اړخیزه همکارۍ داسې سټراټيژیک تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې دواړه هیوادونه د جګړې په مهال له بل سره ولاړ وي.