افغانستانخبرونه

د خبریالانو د ملاتړ سازمان په پکتیا کې د طالبانو له لورې د انځور په اخیستو بندیز غندلی

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان په پکتیا کې د طالبانو له لورې د رسنیو په انځور اخیستو بندیز ته په غبرګونه کې ویلي چې طالبان دې د رسنیو خپلواکۍ ته درناوی وکړي او له دغه ډول پرېکړو دې په شا شي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان نن په یوه خپره کړې خبرپاڼې کې ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر ډلې په دغه ولایت کې په رسمي او نارسمي غونډو کې د خبریالانوو له لوري د طالب چارواکو پر انځور اخیستلو بندیز لګولی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو دا ډول بندیزونه د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د مسلکي کار مخه نیسي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې «د طالبانو له لوري پر خبریالانو دا ډول بندیزونه لګول نه یوازې د افغانستان د رسنیو پر ازادۍ، مسلکي کار او معلوماتو ته لاسرسی زیامنوي بلکې د ولس بنسټیزو حقونه هم تروړي.»

یاده دې وي چې وړاندې تردې هم طالبانو، د کندهار، ننګرهار، هلمند او هرات په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې پر انځورونو او ویډیو اخیستلو بندیزونه لګولي وو.