د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله د رامنځته شویو ویجاړیو په بیا رغولو کې برخه واخلي.
نوموړي پرون یکشنبه په یوه غونډه کې که څه هم د کوم ځانګړي هیواد وانه خیست خو وې ویل چې نړیواله ټولنه په تېرو کلونو کې د افغانستان په جګړه کې ښکیل وو او اوس د دې هیواد بیا رغونه هم د ټولو ګډ اخلاقي مسولیت دی.
د هغه اشاره په غیر مستقیم ډول د ناټو غړو هېوادونو ته وه، چې افغانستان کې يې شل کاله پوځي حضور درلود او هلته یې د جګړې پر مهال خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د طالبانو حکومت واک ته له رسېدو وروسته له نړۍ د مرستو او دغه راز رسمیت پېژندنې ورته ډېرې غوښتنې کړي، خو په ظاهره د حکومتولۍ د بڼې او یوشمېر سختو تګلارو له کبله تر اوسه هیڅ یوه هېواد په رسمیت نهدی پېژندلی.