تېره شپه د خیبر پښتونخوا ایالات د بنو په اتمانزو کلي نامعلومه وسله والو د پاکستاني پولیسو له یوې پوستې اووه سرتیري ژوندي تښتولي.
د راپورونو له مخې په یوه غرنۍ سیمه کې پرته دغه پوسته لومړی د نامعلومو وسله والو لخوا محاصره شوې او ورسته یې سرتیري او په دغه پوستې کې موجودې سپکې او درنې وسلې له ځانه سره وړي دي.
د TNN خبرې شبکې راپور کې راغلي چې په دغه پوسته کې ۱۱ پولیسو شتون درلود او څلور یې ځکه بچ شوي چې هغوی ډوډۍ ته تللي وه.
د دغه برید مسولیت تراوسه کومې وسله والو ډلې پر غاړه نه دی اخستې خو د بنو پولیسو رسنیو ته ویلي چې د خپلو سرتیرو د موندلو او راخوشې کولو هڅې یې پیل کړي.