نیویارک کې یو کس په چاړه دوه تنه وژلي او یوه مېرمن یې ټپي کړې
راپورنه وایي د دوشنبې په ورځ په نیویارک ښار کې یو کس د پخلنځي په چاړه په خلکو برید کړی چې دوه تنه یې وژلي او یو بل ټپيدی.
د نیویارک ښاروال اریک اډمز په یوه خبري ناسته کې وویل چې مشکوک بریدګر د پولیسو لورې نیول شوی دی.
د نیویارک پولیسو د معلوماتو له مخکې مشکوک بریدګر رامون ریویرا نومیږياو لومړی یې د سهار په شاوخوا ۸ بجو د منهاټن د چلسي په سیمه کې پر یو ۳۶ کلن کس برید کړی او هغه یې وژلی. دغه بریدګر نږدې دوه ساعته وروسته د منهاټن په ختیځ کې یو ۶۸ کلن کس چې پر کب نیول بوخت وه برید کړی او هغه یې هم وژلی.
پولیس وایي مشکوک بریدګر په شاوخوا ۱۱ بجو د ملګرو ملتونو د دفتر سره نږدې په یوې ۳۶ کلنې ښځې برید کړی او هغه یې ټپي کړې ده.
د نیویارک پولیس وایي مشکوک بریدګر ۵۱ کلن دی او له دې مخکې ۸ ځل د پولیسو له لورې د نیول کیدو سابقه لري.
مشکوک بریدګر د پخلنځي له دوه لویو چړو سره د ملګرو ملتونو دفتر مخ د پولیسو له لورې نیول شوی.