د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ د طالبانو له لورې د ښځو پر وړاندې سختو قوانینو ته په غبرګون کې ویلي چې کله یې هم فکر نه وو کړی چې په افغانستان کې د ښځو حقونه دومره په اسانۍ تر پښو لاندې شي.
ملالې یوسفزۍ د طالبانو د دغو قوانیو په اړه رسنیو ته ویلي:« دغه قوانین دومره زیات افراطي دي، چې هیڅوک نه شي کولای هغه پر منطق برابر وبولي.»
هغې زیاته کړه:« ډېرې نجونې خپل ځان په ډېر بد او ناهیلي کوونکي وضعیت کې ویني، هغوی داسې ګڼي چې د دغه حالته د وتلو بله هېڅ لاره نه ده ورپاتې. د هغوی لپاره راتلونکی ډېر تیاره برېښي.»
اغلې یوسفزۍ وایي، چې د طالبانو د دغو کړنو له مخې ښځې او نجونې له ژوند ناهیلې کړي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر داسې قوانين وضعه کړي چې ښځې یې له ټولنې ګوښې کړي، پر تعلیم، کار او تفریحي ځایونو ته په تګ یې سخت بندیز وضعه شوی دی.