د راپورونو له مخې تېره شپه ناوخته د خیبر پښتونخوا په شمال لویدیځ کې د حافظ ګل بهادر وسلهوالې ډلې، چې د تحریک طالبان پاکستان یوه څانګه ده، د پاکستاني پولیسو په یوه پوسته ځانمرګی برید کړی او لږ تر لږه ۱۰ پاکستانيسرتیري یې وژلي دي.
د پاکستان یو امنیتي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته منلې چې پېښه د بنو ولسوالۍ په «مالي خېل » سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
دغه چارواکي ویلي: «یو ځانمرګي بریدګر لومړی له چاودیدونکو توکو له ډک موټر سره په پوسته موټربم ځانمرګی برید کړی او وروسته یې ملګرو په پوسته ډزې پیل کړي چې د درنې مرګ ژوبلې ترڅنګ پکې پوستې او امنیتې وسایطو ته هم درانه زیانونه اوښتي.»
بلخوا، پرون سهار د پاکستان پولیسو اعلان وکړ چې د خیبر پښتونخوا په شمال لویدیځ کې په دوه جلا بریدونو کې اته سرتیري وژل شوي او ۷ پولیس افسران تښتول شوي دي.
د دغه دواړو بریدونو مسولیت هم د پاکستاني طالبانو تحریک په غاړه اخستی وه.