افغانستانخبرونهسينما

پیاوړی افغان ممثل لالو ماما (عبدالله صاحبزاده) ومړ!

د ملي راډیو تلویزیون د هنر او ادبیاتو د څانګې پیاوړی ممثل عبدالله صاحبزاده چې په لالو ماما مشهور و، د سرطان د ناروغۍ له امله د ژوند پور پرې کړ.

نوموړي د بي‌بي‌سي په تعليمي پروژو کې د يوې ماڼۍ او زرو دريڅو په خپرونه کې د لالو ماما تمثيل په پښتو او دري ژبو کاوه او له خواږه او مينه ناک غږ سره يې لويان او ماشومان اشنا ول.

صاحبزاده په ټلويزيوني تمثيلي پارچو، فلمونو او ډرامو کې هم کار کړی و او زرګونه غږيزې او تصويري تمثيلي پارچې يې ترې په ميراث پاتې شوې.

هغه د خپلې ځانګړې اداکارۍ، اخلاقو، او هنر له امله د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای درلود.

د نوموړي په مړينه د هنر، ادبياتو او ژورناليزم د برخې همکارانو او مخکښانو په ټولنيزو رسنيو کې غمرازي ښکاره کړې او د ده مړينه يې هغه نيمګړتيا بللې چې هېڅ وخت به پوره نه شي.

شاعر، ليکوال او ژورنالست اجمل تورمان ليکلي: «په صاحبزاده پسې مې د سينې چپ اړخ درد کوي او هېڅ نه پوهېږم چې څه کوم».

افغان ممثل عيسی جانان د صاحبزاده په اړه ليکلي: « صاحبزاده مې د سختو ورځو يار وو د ښو يارانو څخه يو و، خدای دې وبخښي.»

په ډنمارک کې د افغان غږ راډيو مشر يوسف هېواددوست ليکلي: « صاحبزاده صاحب د قدر وړ هنري شخصیت او هېوادپالونکی هنرمند و. یادونه یې تلپاتې».

ليکوال او ژورنالسټ توفيق سهاک دارنګه ليکلي: « نهایت دروند، خوږ او ارامه سړی دی؛ تل به یې په شونډو مسکا خپره وه، هیڅ کله مې داسې ونه ليد چې غږ یې لوړ وي او یا یې له چاسره خبره ښکته او پورته کړي وي. صاحبزاده خپل تور ويښتان په خپل مسلک کې سپين کړل او د عمر تر ورستيو یې هڅه وکړه، چې د وطن ناخوالې د خپل هنر په مټ انځور کړي».

د هېواد نامتو کيسه او ډرامه ليکوال انور وفا سمندر ليکلي:« څه نقشونه او څېرې یې جوړې کړې، چې موږ و تاسې وخندوي، خوښي راکړي او را زده کړي، هغه څوک واوسو، چې په رښتیا هم یاستو! کاش یوه ورځ موږ یو یو، هغه څوک راښکاره شو او واوسو، چې په رښتیا هم یاستو. د عبدالله‌صاحبزاده دې، د خدای د رڼاګانو او نغمو جنت ځای واوسي».

ليکوال نجيب الله جامع پر خپله فیسبوکپاڼه ليکلي: « زما په باور هنر او هنرمندان د ملتونو معنوي پانګي دې، مثبته سینماء د ملي ویښتیا، ملي ګټو، ملي هویت او د یوه ملت د پیاوړتیا د دریځ استازي دي او دا ممثلین دې چې سوله او کلتور تبلیغوي؛ پر همدې بنسټ د صاحبزاده صاحب مړینه یوه ستره او نه جبران کېدونکې ضایعه بولم».

ډرامه ليکوال او ممثل لالاخېل افغان خپله خواشيني دارنګه څرګنده کړې: « یو دینداره او د ښو اخلاقو څښتن وو. کلونه کلونه یې په بېلا بېلو رسنیو کې په بېلابېلو رولونو کې کار وکړ، خو لالو ماما نوم ورپورې سم کلک ونښت. ان ماشومانو هم پېژانده خو لیدلی یې نه وو. فکر نه کوم که په عمر کې به یې چا سره داسې کومه بده رویه کړې وي، چې له امله یې صاحبزاده صیب په بدو یاد شوی وي. عبدالله صاحبزاده د پولې پورې ډرامې مختار او د بي بي سي لالو ماما و. په اخلاص ورته د مغفرت دوعا وکړئ».

افغانه ممثله او د نوي کور نوي ژوند راډيويي ډرامې اداکاره سويتا ليکلي: « عبدالله صاحبزاده د افغان تياتر تلويزيون راډيو او سينما تکړه او بې بديله ممثل و، په مرګ يې واقعاً ډېره خفه شوم».

شايق مطبوعاتي مرکز په خپله اعلاميه کې ليکلي: « عبدالله صاحبزاده یوازې یو هنرمند نه و؛ هغه د افغان ټولنې لپاره یو خدمتګار او د امید سرچینه وه. د هغه غږ، هنر، او اخلاقو زموږ زړونه روښانه کړل. هغه د ملي تلویزیون، شرق رادیو ټلوېزیون، او نرګس رادیو لپاره داسې ستر خدمات ترسره کړل چې د هغه یادونه به تلپاتې وي. د هغه په هنر کې یوازې د تفریح عنصر نه و؛ بلکې د خلکو د شعور لوړول، د بدلون راوستل، او د ټولنې د مثبتو ارزښتونو تبلیغ یې دنده وه. د هغه خدمتونه د افغان هنر په تاریخ کې یوه درنه پاڼه جوړوي. هغه غږ چې د امید، محبت، او حقپالنې درس یې ورکاوه، زموږ په زړونو کې به تل ژوندی پاتې شي».

په بي‌بي‌سي کې د افغانستان تعليمي موسسې په خپل پيغام کې لیکلي: «د افغانستان د تعلیمي موسسې مشرتابه، کارکوونکي او ممثلین د مرحوم مړینه یوه ستره او نه جبران کېدونکې ضایعه ګڼي او د کورنۍ سره یې په دې غم کی ځان شریک بولي او مرحوم ته فردوس جنت، کورنۍ، خپلوانو او د ده د هنر مینه والو ته د زغم غوښتنه کوي».

عبدالله صاحبزاده څو لسيزې په تياتر، ټلويزيون او راډيو د افغان وطن ناخوالې تمثيل کړې او په ۲۰۲۱ کال د طالبانو د بيا حاکميت له امله چې په هېواد کې پر نورو بلها څېزونو بندېز سربېره پر تمثيل هم کړۍ راتنګه شوه، نو د نورو هنرمندانو غوندې دی هم کډوالۍ ته اړ شو، چې بالاخره د وطن د جلاوطنۍ ټپ يې ونه رغېد او د سرطان ناروغۍ يې په امريکا کې ترې ژوند واخيست.