د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې هر څوک چې د غزې له تړانګې څخه یو اسرائیلی برمته راوباسي، ۵ میلیونه ډالر انعام ورکول کېږي.
نتنیاهو په یوه ویډیويي پیغام کې چې د فلسطین په سیمو کې ثبت شوی و، وویل: «هر څوک چې یو اسرائیلی برمته راوباسي، موږ به هغه او د هغه کورنۍ ته د وتلو خوندي لاره برابره کړو. سربېره پر دې، د هر برمته په بدل کې به ورته ۵ میلیونه ډالر انعام ورکړو.»
دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د تېرې ورځې په لاریون کې، د ۱۶ کلن برمته اسرائیلي ورور او نورو مظاهرهچیانو د نتنیاهو وینا په پارلمان کې ګډه وډه کړه او نوموړي ته یې اجازه ورنه کړه چې خپله وینا بشپړه کړي.