پاکستاني پوليسو د اسلام اباد په کچه ابادۍ سيمه کې يو ځل بيا پر افغان کډوالو او افغان مسافرو چاپې وهل پيل کړي دي.
رسنیو ته له دې سيمې يوه لوستونکي وويل چې پاکستاني پوليسو تر دې مهاله لسګونه افغانان نيولي او زندان ته يې بېولي دي، د نوموړي په خبره پوليس د قانوني اسنادو سربېره هم افغانان نيسي او زندان ته يې له ځانه سره وړي.
د اسلام اباد کچه ابادي، باره کهو، او د راولپنډۍ منډي او فوجي کالونۍ کې افغانانو پسې پولیس ورځي او حتا له کارځايونو او لارو کوڅو يې نيسي.
که څه هم د دغې سيمې نيول شوي کسان تر اوسه نه دي خوشي شوي خو تر دې وړاندې په پښتونخوا، اسلام اباد او پنجاب کې افغانان د دغه ډول نيول کېدو وروسته په ډېرو پيسو راخوشي شوي .