افغانستانخبرونه

پنجشېر کې يو شاعر او ښوونکی د طالبانو له خوا نيول شوي.

په پنجشیر کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا د یوه ښوونځی د یوه ښوونکی او دوه نورو د نیولو خبر ورکوی.

سرچينې کابل ټيليګراف ته ويلي، چې طالب وسلوالو دغه کسان د عقرب په ۲۷مه نېټه د عبدالله خېلو له درې څخه نيولي او نامعلوم ځاى ته يې لېږدولي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په نيول شويو کسانو کې شاعر او د دره ولسوالۍ د “خواجه خېلو” لېسې ښوونکى عبدالواحد عاکف هم شامل دى.