خبرونهنړۍ

د حزب الله ډلې د رسنيو برخې مشر محمد عفیف وژل شوی

په لبنان کې د حزب الله ډلې ومنله چې د رسنیو برخې مشر یې محمد عفیف د اسرائیلي ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

یادې ډلې تاييد کړه چې عفیف د یکشنبې په ورځ د لبنان پلازمېنې بیروت په مرکزي سیمه کې، پر یوه ودانۍ د اسرائیلي هوايي ځواک په برید کې وژل شوی دی.

اسرائیلي ځواکونه که څه هم د حز.ب الله هغه مشران ډېر نه په نښه کوي چې نظامي مسوولیت نه لري، خو په یوه اعلامیه کې يې خبر ورکړ چې عفیف یې له منځه وړی دی.

د لبنان د روغتیا وزارت وایي په برید کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي