د افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلنو کمعمره زلمیانو د کرکټ سیالۍ لومړۍ پاڼۍ پای ته ورسېده.
د افغانستان او پاکستان د نوولس کلنو لوبډلو ترمنځ په روانه لوبه کې د پاکستانۍ لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پای ته ورسېده چې په ۴۹،۴ اورونو کې یې د ټولو ویکټو په غورځېدو سره ۲۴۴ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه.
د یادونې وړ ده چې افغان ځوانانو غوره توپ اچونه وکړه او سیال لوری یې ډېرو منډو اخیستو ته پرېنښود. د ځوانانو له لوري خاطر ستانکزي او عبدالعزیزخان درې-درې، نصیر معروفخېل دوه او نصرت نورستاني یوه ویکټ ترلاسه کړه.
که افغانان زلمیان نننۍ لوبه وګټي نو د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو تر منځ د درېاړخیزه لوبلړۍ د اتلولۍ جام به پورته کړي.