د کابل – کندهار د لارې ځينو موټرچلوونکو رسنيو ته ویلي چې طالبان د دغې لارې په اوږدو کې په مختلفو نومونو له دوی پیسې اخلي.
د هغوی په وینا د سړک د بيا رغونې، حمل و نقل او حقالعبور په نومونو په هر ځای کې له ۱۰۰۰ تر ۳۰۰۰ افغانيو باج ترې اخيستل کېږي، چې هېڅوک د دوی شکايتونه په دې برخه کې نه اوري.
يوه چلوونکی ووويل: «دوی [طالبان] په شخصي جامو کې د غزني-کندهار پر لاره له وسلو سره ولاړ وي او له چلوونکو په زوره پیسې اخلي».
د کابل او کندهار ځينې ټرانسپورټي شرکتونه وايي چې نه يوازې بارداره لارۍ له دغو ستونزو سره مخ دي، بلکې وړې مسافروړونکي موټرې هم له دغه حالت نه شکايت کوي.
موټرچلوونکي وايي چې پخوا به دغو وسلوالو له خلکو په زور پیسې اخيستلې او ويل به يې چې «موږ جهاد کړی»، اما نن يې په دې نامه پیسې اخلي چې موږ ستاسې خدمت کوو.
د عزيزالرحمن په نوم د يوې لارې چلوونکي وويل چې يوه ورځ مو يوه طالب چارواکي ته له دغو خپلسره باجګيريو شکايت وکړ نو هغه راته وویل چې «پيسې خو عادي خبره ده، که زموږ مجاهدينو مو سر هم غوښته نو څه به نه وايئ، ځکه چې دوی ستاسې د امنيت په خاطر خپل سرونه په لاس کې نيولي». د کابل-کندهار د لارې موټر چلوونکي له مسوولينو او چارواکو غوښتنه کوي چې د دغو غيرقانوني باجګيريو مخه ونيسي.