خبرونهسیمهنړۍ

د روسيې د بريد له وېرې امريکا په اوکراين کې خپل سفارت وتاړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دغه هېواد د اوکراین په پلازمېنه «کي‌یف» خپل سفارت د لنډې مودې لپاره تړلی.

د دغه وزارت د قونسلګرۍ څانګې د دې اقدام لامل د نن چهارشنبې د نومبر ۲۰مې په جریان کې ‎پر اوکراین د روسیې د هوايي برید احتمال بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د روسیې د احتمالي برید په اړه معلومات ترلاسه کړي او په سفارت کې یې خپلو کارکوونکو ته امر کړی چې ځانونه خوندي کړي.

رویټرز خبري اژانس د دغه هوايي برید احتمال «لوړ» بللی، خو روسیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین له پرون سهار راهیسې په دوو جلا څپو کې د شپږو امریکايي بالستیک توغندیو او لسګونه بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته پر روسیې بریدونه کړي دي.