افغانستانخبرونه

ازادۍ جبهه: په کابل کې ۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو یوې مخالفې وسله‌والې ډلې “ازادۍ جبهې” ویلي چې، په کابل کې يې پر طالب ځواکونو په برید سره دوه تنه وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي.

دې جبهې پر خپله ایکس‌‌پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، سه شنبه ماښام یې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند د چهاردهي په چهارقلعه واټ کې د طالبانو په پوځي موټر او چک‌پاینټ بمي برید کړی.

د طالبانو حکومت امنیتي چارواکو لا د دې چاودنې او ور اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو څه نه‌‌دي ویلي.

ازادي جبهه د مقاومت جبهې تر څنګ د طالبانو له لویو عمده مخالفو وسله‌‌‌والو ډلو بلل کېږي چې عمدتاً په کابل او ځینو نورو ښارونو کې پر طالب ځواکونو د بریدونو مسوولیت په غاړه اخلي.