په کابل کې د ایران سفارت وايي، چې د دغه سفارت چارسمبالي او د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي د طالبانو د حکومت د دفاع له وزير سره لیدلي دي.
د کاظمي قومي او ملا یعقوب مجاهد په دغه لیدنه کې د ګډې پولې د امنيت د ټينګښت، د کمیسارۍ چارو د پياوړتیا او ځينو نورو مسايلو په اړه خبرې اترې شوې دي.
بلخوا د طالبانو د دفاع وزارت هم د يوې اعلامیې په خپرولو دغه لیدنه تایید کړې او ويلي يې دي چې دا لیدنه په دفاع وزارت کې شوې ده.
د دوی په اعلاميه کې راغلي په دې کتنه کې دواړو لورو د دوستانه اړيکو د پياوړتيا، ښه ګاونډيتوب، سوداګرۍ، سرحدي همکاريو او د افغان مهاجرينو د ستونزو اړوند خبرې او د نظرونو تبادله وکړه او په بېلابېلو برخو کې يې د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا لپاره پر خپل چمتووالي ټينګار وکړ.