د طالبانو د رياست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير چې پرون يې په غزني کې د دغې ډلې د امنيتي ځواکونو له يوې لواء څخه لیدنه کړې، هلته مېشتو طالبانو ته يې په وينا کې ويلي چې په ټول هېواد کې امن دی؛ نیتونه مو اصلاح کړئ او خپل هدف يوازې د الله رضایت وګرځوئ.
د طالبانو د دفاع وزارت په يو بیان کې ويلي چې مولوي عبدالکبیر پرون په غزني ولايت کې د درېیمې پلې لواء څخه لیدنه کړې او هلته يې امنيتي ځواکونو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
مولوي عبدالکبیر یادې لواء ته د خپل سفر پرمهال چې د غزني ولایت والي حافظ امین جان عمري او ګڼو سيمه ييزو مسوولينو یي هم ملتیا کوله د يادې لواء منسوبینو ته هر اړخیزه وینا وکړه او د دوی قربانۍ یې وستایلې.
هغه زیاته کړه: “د الله تعالی ستر احسان دی چې په دې پاکه خاوره د زیاتو قربانیو په ورکړې شرعي نظام حاکم او هغه ظلمونه چې د شل کلن اشغال پر مهال ترسره کېدل له منځه تللي او په ټول هېواد کې امن دی؛ نیتونه مو اصلاح کړئ او خپل اساسي هدف مو د الله تعالی رضايت، شرعي نظام استحکام او خدمت وګرځوئ!».”
دا په داسې حال کې ده چې له غزني تېرېدونکې د کابل کندهار پر لویه لاره یو شمېر موټر جلونکو د طالبانو لخوا د امنیت د ټینګښت په نوم د پیسو د اخستو شکایتونه کړي وه