افغانستانخبرونه

طالبانو په سمنګان ولایت کې درې کسان په دُرو ووهل

د طالبانو يوې ابتدایه محکمې د سمنګانو ولايت په خلم ولسوالۍ کې درې کسان په عام محضر کې په دُرو ووهل.

د طالبانو ستره محکمه وايي چې يادو کسانو ته د زنا په جرم دغه سزا ورکړل شوه.

د طالبانو سترې محکمې په يو اعلامیه کې ويلي چې د سمنګان ولايت د خلم ولسوالۍ ابتدایه محکمې د حکم پر بنسټ د دغې ولسوالۍ په ورزشي سټوډيم کې درېيو کسانو ته د زنا په جرم سزا ورکړل شوه او هر يو په ۳۹ – ۳۹ دُرو ووهل شو.

طالبان وايي د دغې چارې موخه د جرمونو مخنيوی او د شرعیت پلي کول دي خو د بشري حقونو د څار بنسټونه وايي چې طالبان خپلو پلويانو ته دا ډول سزاوې نه ورکوي او يوازې عام خلک له سزاګانو سره مخ دي.