د جمهوري نظام د ملي امنیت رئیس احمد ضیا سراج د پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشارې وایي چې په سیمه کې ترهګره ډلې د ځان تقویه کولو له پړاو څخه اوس د بریدونو کولو پړاو ته ورننوځي.
سراج وایي پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي او اټکل کوي چې ښایي دا بریدونه نور هم زیات شي.
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي «دا حالت د اټکل وړ و، ځکه پاکستان ته څو ځله، د سیاسي اهدافو لپاره د ترهګرۍ د کارولو د پایلو خبرداری ورکول شوی و، هغوی پرې سترګې پټې کړې وې.»
نوموړی زیاتوي، تر څو افغانستان د ترهګرۍ د کنترول او قوماندې مرکز وي، تر هغې پورې به سیمه او پاکستان کې همدا حالت روان وي.
سراج همدارنګه غوښتنه کړې چې اوس باید ترهګرۍ له لنډمهالو ګټو ورهاخوا درک شي، ځکه په وینا یې هېڅ هیواد به له دې آفته خوندي پاتې نه شي.
پاکستان له تېرو څو ورځو راهیسو د ګڼو بریدونو ښکار شوی دی، تازه په خیبرپښتونخوا کې د پوځیانو پر یوه پوسته ځانمرګی برید شوی چې لږ تر لږه ۱۲ تنه په کې وژل شوي دي