خبرونهسیمه

پاکستاني پوځيان له چينايي ځواکونو سره ګډ تمرينات ترسره کوي

د پاکستان دفاع وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي، په ترهګرۍ ضد جګړه کې د وړتياوو لوړولو په موخه، د پاکستان پوځ له چين سره د روانې نومبر مياشتې له وروستیو د ډسمبر تر نيمايي پورې ګډ پوځي تمرينات ترسره کوي.

چين او پاکستان تر پنځو کلونو وروسته يو ځل بيا ګډ پوځي تمرینات ترسره کوي.

د چين دفاع وزارت هم د دغو ګډو پوځي تمريناتو ترسره کولو په موخه پاکستان ته د خپلو ځواکونو استول تائيد کړي دي: «د تمريناتو ټول هدف د ترهګرۍ ضد ګډې جګړې او يرغلونو لپاره د وړتياوو لوړول دي. دواړه لوري به په مختلفو کچو کې ګډ روزنيز تمرينات ترسره کړي.»

دغه تصميم داسې مهال نيول کيږي، چې تازه پاکستاني نظامي مسوولينو د افغانستان لپاره د چين ځانګړی استازی اسلام اباد ته وربللی و.