د طالبانو یوه مخالفه وسله واله ډله «د مقاومت جبهه» ادعا کوي چې په هرات ولایت کې یې ۲ طالبان وژلي او ۱ بل ټپي کړی دی.
جبهه وايي تېره شپه یې ځواکونو د هرات ولایت په اسلام قلعه شاهراه کې پر طالبانو برید کړی او مرګ ژوبله یې ور اړولې ده.
په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد طالبان د الفاروق سرحدي قول اردو، د لومړۍ لوا د دویم کنډک منسوبین وو.
خبرپاڼه زیاتوي چې د طالبانو یو میل وسله هم د مقاومت جبهې جنګیالیو لاس ته ورغلې ده.
طالبانو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو مشران یې په ویناو کې ادعا کوي چې افغانستان کې یې خپلې مخالفې ډلې له منځه وړې دي.