افغانستانخبرونه

د افغان خبریالانو مرکز: په تیر یو کال کې طالبانو د رسنیو ۳۰ کارکونکي بندیان کړي چې ۷ یې تر اوسه د دوی په بند کې دي

د افغان خبريالانو مرکز وایي چې طالبانو په تیر یو کال کې د رسنیو ۳۰ کارکونکي بندیان کړي او په دولس ټلویزونونو یې د فعالیت بندیز لګولی.

د افغان خبریالانو مرکز د ټلویزیون نړیوالې ورځ په مناسب یو اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي، د طالبانو واک ته رسیدو سره د رسنیو د قانون خلاف ۲۱ رسنیزې کړنلارې خپرې کړې.

په اعلامیه کې راغلي، چې په ملي ټلویزیون کې د ښځو پر کار بنديز، د ټلویزیون پر پرده د ښځو نه ښکاره کېدل، د فلمونو، سريالونو نه خپرېدل، پر ښځينه خبريالانو ماسک جبري کول، په افغانستان کې د نړيوالو ټلويزيونونو پر خپرونو بنديز، په ژوندۍ بڼه د سیاسي خپرونو نه ترسره کېدل او ورته نور بنديزونه د طالبانو په دغه رسنيزو کړنلارو کې شامل دي.

اعلامیه کې وړاندې راغلي: «په ۱۶ نورو کړنلارو کې لاریون او مدني اعتراضونو ته رسنيز پوښښ نه ورکول، اطلاعاتو ته سخت لاس رسی، د حکومت په توګه د طالبانو معرفي کول، په رسنیو کې د موسیقۍ خپرولو منع کول، په رسنیو کې د ښځو او نارینه وو جلا کول، له نارینه وو سره د ښځو مرکې او برعکس یې، د طالبانو له مخالفانو او منتقدینو سره پر مرکو بندیز، د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو منځپانګو درلودونکو سوداګریزو اعلانونو پر خپرولو بندیز، پر طالب چارواکو د نیوکې منع کول، جلا وطنه رسنیو سره پر کار بندیز او نور شامل دي.»

د خبريالانو مرکز د خپلو موندنو پر اساس وايي، چې که رسنۍ او خبريالان د طالبانو دغه امرونه عملي نه کړي، له ګواښ او بند سره مخ کيږي او یا یې هم رسنيز فعاليت بنديږي.

ددغه مرکز اعلامیه کې راغلي چې طالبانو تر دې دمه د رسنیو ۳۰ همکاران بندیان کړي چې تر اوسه اووه خبریلان لا د طالبانو په بند کې دي.

د طالبان بیا واک ته رسیدو سره په افغانستان کې په رسنیو او خبریالانو څار سخت شوی  او په خپل واکه توګه نشرات بند شوي دي.